Book Name:Siddiq e Akbar رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ Ki Naseehatain
فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْؕ-هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰى۠(۳۲) (پارہ:27، سورۀ نجم:32)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو تاسو پخپله د خپلو ځانونو پاکي مۀ بيانوئ، هغه ښۀ پيژني هٰغه څوک چې پرهيزګار وي۔
د دې آيت لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا آيت د هٰغه خلقو پۀ باره کښې نازل شوے کومو چي به پۀ خپلو نيکو باندې فخر کولو او پۀ فخر سره به يـې وئيل چې زمونږه نـمونځونه داسې دي! زمونږه روژې داسې دي! مونږه داسې يو! هغه (يعنې الله پاک) ته معلوميدل کافي دي تاسو د خپلې تقویٰ پرهيزګارۍ خلقو ته اِعلان کوئ! مزه خو هله ده چې بنده ووائي: زۀ ګنهګار يم او رَبّ ووائي: دا پرهيزګاره دے! لکه ابو بکر صِدِّيق (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ)۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د خاورو نه جوړ اِنسانان يو، بعضې وخت مونږ خپل اوقات هير کړو * پۀ خپلو جامو ليدلو * پۀ خپل شکل او صورت ليدلو * د مال او دولت پۀ وجه * د عهدې او منصب پۀ وجه پۀ ځان خوښۍ کښې اخته کيږو۔ بعضې وخت خو پۀ فخر کښې داسې د حده تير شو چې نور خلق سپک ګڼو۔ داسې د تکبر پۀ شان د کبيره ګناه ښکار شو۔ دا ډيره د تاوان خبره ده۔
روايت دے: يو ځل حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خطبه کښې وفرمائيل: اِیَّاکُمْ وَالْفَخْر اے خلقو۔۔۔!! د فخر کولو نه ځان ساتئ۔۔۔!! وَمَا فَخْرُُ لِمَنْ خُلِقَ مِنْ تُرَابٍ څوک چې د خاورو نه جوړ کړے شو، د هغۀ پۀ فخر کښې د پريوتو څۀ معنیٰ۔۔۔؟ وَاِلَى التُّرَابِ يَعُودُ چا ته چې هُم خاورو ته واپس تلل دي، د هغۀ پۀ فخر کښې اخته کيدل څنګه۔۔۔؟ هُوَ الْيَوْمَ حَيٌّ وَغَدًا مَيِّتٌ آه! څوک چې نن ژوندے دے، سبا به مړ وي، هغه څنګه فخر کولے شي؟ ([2])