Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

دانائي) د کومو پۀ ذريعه چې اِنسان ته عزت او بزرګي ميلاؤيږي، دا هم پۀ زړۀ کښې وي * اِخلاص: د کوم پۀ ذريعه چې عبادتونه قبليږي، دا هم پۀ زړۀ کښې وي * ټول ښه اخلاق د کومو پۀ وجه چې اِنسان ته فضيلت ميلاؤيږي، دا هم پۀ زړۀ کښې وي * هر قِسمه عِلم، حکمت د کوم پۀ ذريعه چې اِنسان ترقي کوي، پۀ دُنيا او اخرت کښې اوچت مقام ته رسيږي، دا هم پۀ زړۀکښې وي۔ معلومه شوه چې زړۀ د ټولو نه لويه قيمتي خزانه ده، ځکه ضروري دي چې د دې پوره حفاظت اوکړے شي، دا د ګناهونو د زنګ او د نفس او د شيطان د داسې غلو او ډاکوانو نه بچ کړے شي د پاره د دې چې زمونږه دومره قيمتي خزانه محفوظه پاتې شي۔ ([1])

دِلِ مردہ دِل نہیں، اسے زِندہ کر دوبارہ یہی ہے اُمَّتوں کے مرضِ کُہُن کا چَارہ

وضاحت: کله چې زړونه مړۀ شي، زړونه زنګ ونيسي، نو قومونه تباه او برباد شي، ځکه د قومونو د تباهۍ نه د بچ کولو طريقه هم دا ده چې د هغوئي د زړونو اِصلاح اوکړے شي، د تورو زړونو نه زنګ لرې کړے شي او دا پړقيدونکي، ځليدونکي ښکلے کړے شي۔

د زړۀ 4 بيماريانې او د هغې عِلاج

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له زړۀ څنګه پاکول دي؟ پۀ دې باره کښې اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي چې د زړۀ 4 بيماريانې دي او که اِنسان د دې څلورو بيمارو نه بچ شي او هغه 4 علاجونه اوکړي نو د دۀ زړۀ به پاک صفا شي۔ ([2]) هٰغه 4 بيماريانې او د هغې عِلاجونه دا دي: (1): اوږد اُميد: یعنې د ډيرې مودې پورې د ژوندي پاتې کيدو پوخ اُميد۔ د دې بيمارۍ عِلاج دا دے چې اِنسان هر وخت مرګ خپلې مخې ته ګڼي، دا محسوس کړي چې بس مرګ هُم اوس راځي۔ حُضُور سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چا


 

 



[1]... منہاج العابدین، تقوی الاعضاء الخمسۃ، الفصل الرابع القلب، صفحہ:177 خلاصۃً۔

[2]... منہاج العابدین، تقوی الاعضاء الخمسۃ، الفصل الرابع القلب، صفحہ:180 خلاصۃً۔