Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

کښې د خِلافت مطلب دے: پۀ زمکه باندې د الله پاک احکام نافذ کول، مونږ له پکار دي چې د دې منصب اَهليت پۀ ځان کښې پيدا کړو۔ هغه څنګ پيدا کول دي؟ (1): دې د پاره د خپل زړۀ حفاظت کوئ، زړۀ چرې هم خيرنيدو ته مۀ پريږدئ (2): خپله غصه او خواهشات پۀ قابو کښې ساتئ (3): دريم څيز دے: د الله پاک د خوږو خوږو نومونو فيضان خپل سيرت ته کوزول او (4): فقر پیدا کول۔

چې مونږ دا 4 کارونه اِختيار کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږ به د خِلافت د منصب حقدار جوړ شو۔ د دې نه علاوه هم ډيرې خوبيانې دي، کومې چې مونږ د خِلافت د منصب حقدار جوړوي، پۀ دې کښې يو عِلمِ دِين هم دے، د دې بيان پۀ راتلونکي آيت مبارک کښې دے، د کوم چې به مونږ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د راتلونکې جُمعې پۀ ورځ د اوريدو سعادت حاصلوو۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د بهارِ شريعت موبائل ايپلي کيشن تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے، ځانګړے او فائده مند موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د بهارِ شريعت (Bahar e Shariyat) جاري کړے دے۔ * د صدر الشّريعه، مولانا امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډير اعلیٰ کتاب بهارِ شريعت درې واړه جلدونه پۀ دې ايپلي کيشن کښې شامل کړے شوي دي * د دې نه علاوه پۀ بهارِ شريعت کښې شامل د قرآنِ پاک آيتونه، حديثونه، اصطلاحات او لغت د دې ايپلي کيشن حصه ده * تاسو پۀ ايپلي کيشن کښې متن هم لټولے شئ * د سرچ نور ښه کولو د پاره پۀ دې کښې د اُردو د کي بورډ سهولت هم موجود دے د پاره د دې چې پۀ ايپلي کيشن کښې پۀ لټون کښې اساني وي۔