Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

يعنې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دومره بے نيازه وو لکه څنګه چې د خاورو ډيرے بے کاره څيز دے، د هغوئي پۀ نزد د مال او دولت، درهمو او دينارونو هم داسې اَهميت وو، هم دا هٰغه صفت دے کوم چې د اِنسان پټ صلاحيتونه ښکلي کوي، که د دې پۀ ځائے که پۀ اِنسان کښې لالچ راشي نو اِنسان پۀ ظاهره بالکل اسان کار هم نشي کولے۔

ونه يـې اونۀ وهلے شوه

حضرت مُبارَک بن فُضاله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ يوه علاقه کښې يوه غټه ونه وه، خلقو به د هغې عبادت کولو (او داسې پۀ هٰغه علاقه کښې د کُفر او شِرک مرض ډير پۀ تيزۍ سره خوريدو) يو مسلمان کَس پۀ هٰغه ځائے تيريدو نو هغه چې دا وليدل نو ډيره غصه ورغله چې دلته د غيرُ الله عبادت کيږي۔ نو هغۀ د ايمان پۀ جذبه کښې تبرګے راواخستو او د هٰغې ونې د وهلو د پاره روان شو، د هغۀ ايمان دا برداشت نۀ کړے شوه چې د الله پاک نه علاوه د بل چا عبادت دې اوکړے شي۔ د دې جذبې لاندې هغه د ونې د وهلو د پاره روان وو چې شيطان مردود د هغۀ مخې له د اِنسان پۀ شکل کښې راغلو او د ونې د وهلو نه د منع کولو کوشش يې شروع کړو، پۀ هٰغه مسلمان کښې د ايمان جذبه ډيره زياته وه، ځکه پۀ يو حالت کښې هم د خپلې ارادې نه نۀ منع کيدو، چې بحث اوږد شو نو د دې دواړو (يعنې شيطان او مسلمان) ترمينځه جنګ وشو، د مسلمان سره خو د اِيمان د جذبې طاقت وو، نو هغۀ شيطان له شکست ورکړو۔ بيا شيطان يو بَل ګزار اوکړو، مسلمان له يـې لالچ ورکړو او اوئې ووئيل: که تۀ دا ونه اونۀ وهې  نو روزانه به تا ته د خپلې تکيه د لاندې نه دوه ديناره ميلاؤيږي۔ بيا د هٰغه مسلمان پۀ زړۀ کښې لالچ راغلو، هغه د 2 دينارو (يعنې د سرو زرو د سِکو) پۀ بدل د ونې د وهلو نه منع شو۔ پۀ سبا چې هغه پاڅيدو نو د هغۀ د تکيه د لاندې دينارونه موجود وو۔ هغه دينارونه راواخستل۔ پۀ بله ورځ چې سحر راپاڅيدو نو بيا يـې تکيه اوچته کړه خو بيا د هغې د لاندې دينارونه نۀ وو۔ هغۀ له ډيره