Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: جومات د بد بوئي نه بچ کول واجِب دي۔
وضاحت: جومات د الله پاک کور دے، د دې ادب او تعظيم پۀ مونږ ټولو باندې لازِم دے۔ لهذا مونږ ته د جومات د صفا سوتره ساتلو او دا د بد بوئي نه د بچ کولو حکم راکړے شوے دے۔ يخني شروع شوې ده، عام طور پۀجوماتونو کښې هيټر لګولے شي ، د دې د لګولو د پاره چې د ماچس تيلے استعمالولے شي، تيلے چې لګوۍ نو د دې سره بد بوئي پيدا کيږي۔ ځکه پۀ جومات کښې د تيلې د بلولو اجازت نشته،لهذا يا خو د هيټر وغيره لګولو د پاره د تيلي نه علاوه بَل څۀ انتظام کول پکار دي يا دا چې تيلے د جومات نه بهر بَل کړے شي او دننه د راوړو انتظام اوکړے شي۔ دغه شان مونږ پۀ يخنۍ کښې جرابې او ګرمې جامې (مثلاً سويټر وغيره) اغوندو، پۀ دې کښې هم د بد بوئي د پيدا کيدو انديښنه وي، لهذا چې کله هم جومات ته تشريف راوړۍ نو د خپلو جامو خاص طور د جرابو د چيک کولو خيال ساتئ، که بد بوئي کوي نو هغه لرې کړئ او جومات ته تشريف راوړئ۔ سيدي اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: جومات د بد بوئي نه بچ کول واجِب دي، ځکه پۀ جومات کښې د خاورو تيل بلول حرام، پۀ جومات کښې تيلے لګول حرام دي تر دې پورې چې پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد دے: وَلَا يُمَرُّ فِيهِ بِلَحْمٍ نَيِّئٍ يعنې جومات ته دې اومه غوښه نۀ وړلے کيږي۔ ([1]) حالانکې د اومې غوښې بوئي ډير کم وي۔ ([2])