Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat
غصه ورغله، هغه بيا تبرګے راواخستو او د ونې د وهلو د پاره روان شو۔ پۀ لاره کښې بيا شيطان د اِنسان پۀ شکل کښې ميلاؤ شو، پوښتنه يـې اوکړه: د کوم ځائے اِراده دې ده؟ اوئې وئيل: زۀ د ونې د وهلو د پاره ځم۔ شيطان نن بيا د هغۀ د منع کولو کوشش اوکړو خو هغه منع نۀ شو، اخر نن بيا د هغوئي ترمينځه کُشتي وشوه، مخکښې خو مسلمان شيطان له راغورځولے وو خو دا ځل شيطان هٰغه مسلمان له سخت شکست ورکړو۔ بيا مسلمان د هغۀ نه پوښتنه اوکړه: تۀ څوک يـې؟ اوئې وئيل: زۀ ابليس يم۔ وړومبے چې تۀ د ونې د وهلو د پاره راغلې نو هٰغه وخت ستا غصه د ايمان د جذبې پۀ وجه د الله پاک د پاره وه، ځکه تا زما نه وګټله خو نن ستا غصه د دينارونو پۀ وجه ده۔ ځکه اوس تۀ چرې هم زما مقابله نۀ شې کولے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د لالچ نقصان۔۔۔!! مونږ چې کله پۀ لالچ کښې اخته شو نو پۀ مونږ کښې دننه اصلي طاقت کوم چې مونږ ته د شيطان خلاف فتح راکوي يعنې زمونږ د ايمان طاقت کمزورے کيږي۔ ځکه مونږ له پۀ خپل ځان کښې بے نيازي پيدا کول پکار ده، مونږ چې څومره حرص کوو، هم هٰغه همره به پۀ فسادونو کښې اخته کيږو، لهذا د خپل ځان نه حرص او لالچ اوباسئ او صرف او صرف د الله پاک پۀ حضور کښې متوجه اوسئ۔ د هغۀ شئ او د نورو ټولو څيزونو نه بے نيازه شئ۔ د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ صفا سوتره روښانه شي، د نيکۍ د دعوت پۀ ورکولو او د ګناه نه پۀ منع کولو کښې به اساني وي او د دې به مو نورې ډيرې فائدې نصيب شي۔
الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ د کلام خلاصه دا ده چې د اِنسان د ټولو نه وړومبے تعارف، د ټولو نه اَهم منصب، د خِلافت منصب دے، پۀ دې ځائے