Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat
نہ رہ غافِل کبھی غصے کے شر سے، اگر اَنجام کا تجھ کو دھیاں ہے
حسد ، غیبت، عداوت، بغض ونفرت ، یہ سب بچے ہیں، غصّہ ان کی ماں ہے
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ځکه مونږ له پکار دي چې د بے ځايه اِظهار او د نفس پۀ خواهشاتو پسې د تللو نه مونږ خپل ځان بچ وساتو۔ غصه د اِنسان فِطرت دے، اِنسان له غصه ورځي، مونږ له پکار دي چې دا قابو کوو۔ دا به څنګه قابو کوو؟ دې د پاره (1): د ټولو نه وړومبۍ طريقه خو دا ده چې د تکلف سره، پۀ ځان باندې د زور راوړو سره د خپلې غصې د قابو کولو کوشش اوکړو، د نبيّ محتر م، رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد مبارک دے: کوم کَس چې غصه قابو کړه، د دې باوجود چې هغه پۀ غصه نافذ کولو قدرت لري، الله پاک به د هغۀ زړۀ د سکون او د اِيمان نه ډک کړي۔ ([1]) (2): د غصې قابو کولو دويمه طريقه دا ده چې کله هم غصه درشي، هٰغه وخت خاموشي (Silence) اختیار کړئ! (3): کله چې غصه درشي نو د الله پاک بے نيازي او پۀ قبر او پۀ حشر کښې خپله بے وَسي راياده کړئ! (4): چې غصه درشي نو اَعُوْذُ باللہ وايئ! (5): لَاحَوْل شریف لولئ! (6): اودس کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ غصه قابو کولو کښې به مدد کيږي۔ ([2])
(3): د اَسماء الحُسنیٰ فیضان(برکت) حاصل کړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دريم اهم څيز د کوم پۀ ذريعه چې مونږ د خِلافت د منصب اَهل جوړيدے شو، هغه د صوفيائے کرامو يو نصيحت دے، فرمائي: تَخَلَّقُوا بِاَخْلَاقِ اللَّهِ يعنې د