Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

خِلافت د منصب اَهل جوړيدے شو؟ پۀ دې باره کښې به نن مونږ د يو څو خبرو د زده کولو سعادت حاصلوو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته پۀ قرآن او سُنَّت باندې د پوره عمل کولو توفيق راعطا کړي او مونږ له دې د دې خپل اصلي منصب پۀ اَهل جوړولو د خپل ژوند د حقيقي مقصد پوره کولو توفيق راعطا کړي۔  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                     صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د اِنسان دوه مختلف جهتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک چې کله د فرښتو پۀ مخکښې د دې خبرې ذِکر وفرمائيلو چې زۀ پۀ زمکه کښې خليفه (يعنې خپل نائب) جوړولو والا يم، بيا د دې نه پس څۀ وشو؟ پۀ قرآنِ پاک کښې دي:

قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَ یَسْفِكُ الدِّمَآءَۚ-وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَؕ-قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ(۳۰)(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي عرض اوکړو: آيا تۀ به پۀ زمکه کښې داسې نائب جوړوې چې هغه به پۀ هغې کښې فساد خوروي او وينه به توئيوي۔ حالانکې مونږه ستا د حَمد پۀ ذريعه ستا تَسبِيح بيانوو او ستا پاکي بيانوو [الله] وفرمائيل: بے شکه ماته هغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔  

دلته غور اوکړئ چې فرښتو د الله پاک نه د حِکمت پوښتنه اوکړه چې اخِر د اِنسان پۀ خليفه جوړولو کښې حِکمت څۀ دے؟ د دې حِکمت پۀ پوښتلو کښې فرښتو د اِنسان د يو څو خبرو ذِکر اوکړو چې اِنسان به پۀ زمکه کښې فساد خوروي، وينه به توئيوي۔

نن مونږ وينو چې بالکل هم داسې ده، فرښتے پۀ خپله دې خبره کښې بالکل غلطې نۀ وې، اِنسان فسادونه خوروي، وينه هم توئيوي، ورور د ورور ګريوان ته لاس اچوي، د کشر او مشر ترۀ پۀ خپل مينځ کښې په جګړه کيږي نو وينه توئيږي۔ يعنې چې څنګه فرښتو