Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

نائب جوړولو والا يم نو هغوئي عرض اوکړو: آيا تۀ به پۀ زمکه کښې داسې نائب جوړوې چې هغه به پۀ هغې کښې فساد خوروي او وينه به توئيوي۔ حالانکې مونږه ستا د حَمد پۀ ذريعه ستا تَسبِيح بيانوو او ستا پاکي بيانوو [الله] وفرمائيل: بے شکه ماته هغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔  

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                     صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره، آيت: 30 او د دې د ترجمې اوريدو سعادت حاصل کړو، د تيرې جُمعې مبارکې پۀ ورځ مونږ د دې آيت مبارک پۀ باره کښې د څۀ تشريح او وضاحت اوريدو سعادت حاصل کړے وو، پۀ کوم کښې چې دا بيان وو چې د خپل طاقت، د خپلو اِختيارونو او د خپل کار د دائرې مطابق، د حکمتِ عملۍ سره چې پۀ زمکه باندې د الله پاک د احکامو نافذ کولو کوم منصب دے، هغې ته د خِلافت منصب وئيلے شي۔ ([1]) هم دا د اِنسان اصلې منصب دے، هم دا د اِنسان د ټولو نه وړومبے تعارف دے او هم دا هٰغه منصب دے چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د جوړولو نه هم مخکښې الله پاک د فرښتو پۀ مخکښې د اِنسان د دې منصب ذِکر وفرمائيلو، ارشاد دے:

اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةًؕ- (پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ پۀ زمکه کښې خپل نائب جوړولو والا يم۔

بيا مونږ دا هم اوريدلي وو چې انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام پيدائشي طور د دې منصب اَهل وي خو زمونږ پۀ شان چې کوم عام اِنسانان دي، مونږ له د دې انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام نه د فيض اخستو سره ځان د دې منصب اَهل جوړول دي۔ هٰغه کومې طريقې دي؟ کوم صفتونه دي، کوم چې مونږ پۀ ځان کښې پيدا کړو نو مونږ د دې اصلي منصب يعنې د


 

 



[1]... تفسیر بغوی، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت:30، جلد:1، صفحہ:33۔