Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

اِصلاح سبب جوړيږي۔ ([1])

 د دې نه معلومه شوه چې مونږ ته الله پاک درې خوبيانې راعطا کړې دي: (1): غُصّه (2): خواهشات (3): عقل، که مونږ عقل يو طرف ته کړو او صرف غصه کوونکي، د نفس پۀ خواهشاتو پسې تلونکي جوړ شو نو مونږ به د خِلافت د منصب اَهل پاتې نۀ شو او که مونږ خپله غصه او خواهشات د عقل لاندې کړو نو د خِلافت د منصب اَهل به جوړ شو۔

د عقل دوه قِسمونه

دلته پۀ دې خبره باندې د ځان پوهه کولو ضرورت دے چې عقل پۀ دوه قِسمه وي۔ د اِسلام څلورم خليفه اَمِيرُ المُؤمِنِين مولا علي مشکل کُشا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:

رَاَیْتُ الْعَقْلَ عَقْلَیْنِ                                                                                                         فَمَطْبُوْعٌ  وَّ  مَسْمُوْعٌ([2])

یعنې زما پۀ نظر کښې د عقل دوه قِسمونه دي: (1): عَقْلِ مَطبُوع یعنې فِطري عقل کوم چې پۀ اِنسان کښې دننه ايښودے شوے دے (2): عقلِ مَسمُوع یعنې هٰغه عقل کوم چې (د عِلم پۀ خبرو) اوريدو حاصليږي۔

دا چې کوم دويم قِسم عقل دے يعنې کوم چې د دِين پۀ زده کولو، د عِلم پۀ لوستلو حاصليږي خپله غصه او خواهشات د دې تابِع ساتئ، چرته چې دِين وائي: غصه اوکړه! هلته غصه کوئ، چرته چې دِين وائي: غصه مۀ کوه ! هلته غصه مۀ کوئ۔ مثلاً ځوي نـمونځ اونکړو، پۀ دې باندې غصه کيدل پکار دي ځکه چې د شريعت خلاف ورزي شوې ده او که د ځوي د لاس نه قيمتي ګلاس پريوتو او مات شو، دلته غصه کيدل نۀ دي پکار ځکه چې قَدَّرَ ‌اللهُ ‌وَمَا ‌شَاءَ ‌فَعَلَ الله پاک مقدر وفرمائيلو او څۀ چې يـې وغوښتل هغه


 

 



[1]... تفسیر  بیضاوی مع حاشیہ شیخ زادہ، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت:30، جلد:1، صفحہ: 500-503 خلاصۃً۔

[2]... اِحْیَاءُ العلوم، کتاب العلم، الباب السابع فی العقل...الخ، بیان حقیقۃ العقل واقسامہ، جلد:1، صفحہ:116۔