Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

هر ساعت چې به د رَبّ پۀ ياد او د هغه د رضا والا کارونو کښې تيريدلو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يقيناً چې د خپلو رخصتيدو وخت معلوم وو خو د دې باوجود حالت مبارک يـې دا وو چې فرمائي: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! کله چې زۀ پۀ زمکه باندې قدم ږدم نو ګمان کووم چې د قدم اوچتولو نه مخکښې به مرګ راشي، کله چې زۀ نمړۍ خُلې ته کووم نو ګمان وي چې د دې د تيرولو نه مخکښې به مرګ راشي۔ ([1])

کچھ نیکیاں کما لے جلد آخرت بنا لے             کوئی نہیں بھروسہ اے بھائی زِندگی کا([2])

 (2): د زړۀ دويمه لويه بيماري ده: عجلت (یعنې تادي) او د دې عِلاج دے: : اِنَاءَت یعنې قرار [صبر]۔ لهذا مونږ له پکار دي چې پۀ خپل طبيعت کښې د صبر نه کار اخستل (Stability) پیدا کړو، هر کار پۀ سوچ او خيال، تَحَمُّل (Tolerance) سره د غور او فِکر کولو سره، د هغې انجام ته پۀ سوچ کولو، پۀ احتياط سره د کولو عادت جوړ کړو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ به مو روښانه شي (3): د زړۀ دريمه لويه بيماره ده: حسد (Jealousy) یعنې د چا سره پۀ نعمت ليدلو د هغۀ نه سوزيدل او د هٰغه نعمت د هغۀ د لاس نه د وتو ارمان کول۔ د دې بيمارۍ علاج دا دے چې اِنسان د الله پاک پۀ رضا او د هغۀ پۀ تقسيم باندې راځي اوسي۔ چا ته چې څۀ ميلاؤ شوي دي، الله پاک ورکړي دي، هغۀ هاتي غټ جوړ کړے او ميږے يـې دومره وړوکے جوړ کړے چې يو پوکے هم نشي برداشت کولے، دا د الله پاک تقسيم دے، بنده له پکار دي چې پۀ دې باندې راضي اوسي (4): د زړۀ څلورمه لويه بيماري ده: تکبُّر (Arrogance) یعنې نور د ځان نه سپک، کم تر، خراب ګڼل۔ د دې علاج عَاجزی (Humbleness) ده۔ مونږ له پکار دي چې مونږ عاجزي اوکړو او سر ښکته اوسو۔


 

 



[1]... شعب الایمان، الباب الحادی و السبعون فی  الزہد و قصر الامل،  جلد:7، صفحہ:355، حدیث:10564۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:178۔