Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

د ټولو نه لوئي طاقت او د ټولو نه اهم دولت دے۔ هُم دا د اِنسان د ټولو نه اصلي خوبي ده کومه چې هغه د خِلافت د منصب حقدار جوړوي۔

هُم زړۀ د اِنسان اصلي طاقت دے

پۀ روايتونو کښې دي کله چې رَبِّ کائنات پۀ خپل دَستِ قُدرت سره د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام جسدِخاکي ُ (يعني د خاروي جسم  مبارک) جوړ کړو، لا پۀ هغې کښې يـې رُوح نۀ وو اچولے، تر ډيرې مودې پورې دا وجود مبارک هم داسې وو، فرښتو داسې شکل چرته نۀ وو ليدلے، فرښتے به پۀ حيرانتيا سره د خاورو د جوړ شوي وجود مبارک خوا له تللې، دې ته به يـې کتل او د دې ښکلا ته به حيرانيدلې۔ اِبليس (يعنې شيطان) کوم چې هٰغه وخت د فرښتو سره اوسيدو، دا هم يوه ورځ د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د جسدِ خاکې  ليدو د پاره راغلو او د هغۀ نه ګير چاپيره تاؤ شو او اوئې وئيل: اے فرښتو! (دا هغه دے کوم چې الله پاک پۀ زمکه باندې خپل خليفه جوړ کړے دے)، تاسو دۀ ته حيرانې يۍ؟ دا خو د دننه نه يو خالي وجود دے، پۀ دې کښې ځائے پۀ ځائے سوري دي، دا خالي وجود به هيڅ اونکړے شي، بيا يـې (د نور کتو نه پس) ووئيل: آؤ! د دۀ د سينې ګڅ اړخ ته يوه بنده کوټنۍ ده، دا پته نۀ لګي چې پۀ دې کښې څۀ دي؟ کيدے شي چې هم دا د رَبَّاني لطيفې ځائے وي د کوم له وجهې چې دا د خِلافت حقدار شوے دے۔ ([1])

زړۀ د ټولو نه قيمتي خزانه ده

حُجَّةُ الاِسلَام حضرت اِمام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټولو نه قيمتي لعلونه ملغلرې پۀ زړۀ کښې وي مثلاً * د الله پاک معرفت [يعنې پيژندنه] کومه چې د دواړو جهانو د سعادت ذريعه ده، دا پۀ زړۀ کښې وي * بصيرت (مثلاً حکمت او


 

 



[1]... تفسیر  عزیزی، پارہ :1، سورۂ البقرۃ، زیرآیت: 30، جلد:1، صفحہ:336-337 خلاصۃً۔