Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

وئيلي وو، هم هٰغسې کيږي او يقيناً چې الله پاک ته هم د دې عِلم وو او اوس هم دے، د دې باوجود الله پاک وفرمائيل:

قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ(۳۰)(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: [الله] وفرمائيل: بے شکه ماته هغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔  

د دې نه مونږ ته دا خبره د دې زدکړې د پاره ميلاؤيږي چې د اِنسان دوه مختلف جهتونه دي: (1): يو جهت هغه دے کوم چې فرښتو ته ښکاره وو او د دې جهت پۀ لحاظ سره اِنسان د دې منصب د پاره اَهل نۀ دے او (2): دويم جهت د اِنسان هغه دے کوم چې فرښتو نۀ وو پيژندلے، دا هٰغه جهت دے د کوم پۀ لحاظ سره چې اِنسان د خِلافت د منصب اَهليت لري۔

اوس زمونږ ذمه واري دا ده چې زمونږه هٰغه جهت کوم چې مونږ د خِلافت د منصب اَهل نۀ پاتې کوي، مونږ خپل هٰغه جهت پټ کړو او هٰغه جهت کوم چې د خِلافت د منصب حقدار جوړوي، هٰغه جهت پۀ خپل سيرت کښې رابيدار کړو۔ که مونږ دا کار اوکړو نو مونږ به د خپل وړومبي تعارف، د خپل اصلي منصب او د خپل وجود د حقيقي مقصد اَهل هم جوړ شو او هغه به پوره هم کړو۔ ګنې نو پۀ ظاهره خو هغه هم اِنسانان دي، د کومو پۀ باره کښې چې الله پاک فرمائي:

اُولٰٓىٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّؕ- (پارہ:9، سورۀ الاعراف:179)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا خلق د ځناورو پۀ شان دي بلکې د هغوئي نه هُم زيات ګمراه شوي دي۔

اوس سوال دا دے چې مونږ ته د خپل دې اصلي منصب يعنې د خِلافت د منصب د حقدار جوړيدو د پاره څۀ کول پکار دي؟ نو واوروئ!

(1): د خپل زړۀ حفاظت اوکړئ!

دې د پاره د ټولو نه وړومبے کار دا دے چې مونږ د خپل زړۀ اِصلاح اوکړو ځکه چې