Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

مِٹا دے اپنی ہستی کو اگر کچھ مرتبہ چاہے

کہ دَانہ خاک میں مِل کر گُلِ گُلزار بنتا ہے

(2): غُصَّه او خواهشات قابو کړئ!

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خِلافت د منصب د اَهل جوړيدو د پاره چې کوم ضروري څيز دے، هغه دا چې مونږ پۀ خپله غصه او خواهشاتو باندې قابو وساتو۔ فرښتو چې کوم د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض کړے وو:

اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَ یَسْفِكُ الدِّمَآءَۚ-وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَؕ-

(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تۀ به پۀ زمکه کښې داسې نائب جوړوې چې هغه به پۀ هغې کښې فساد خوروي او وينه به توئيوي۔ حالانکې مونږه ستا د حَمد پۀ ذريعه ستا تَسبِيح بيانوو او ستا پاکي بيانوو۔  

پۀ دې باره کښې علامه بَيضَاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: لکه چې فرښتو ته دا معلومه وه چې پۀ اِنسان کښې به غصه او خواهشات وي او دا دواړه څيزونه (غصه هم او خواهشات) هغه دي کوم چې د فساد سبب جوړيږي، ځکه هغوئي عرض اوکړو: اے کريم مالِکه! آيا داسې خليفه به جوړولے کيږي پۀ چا کښې چې غصه هم وي، خواهشات هم وي، بيا به هغه د دې غصې او د خواهشاتو پۀ سبب پۀ زمکه کښې فساد کوي، وينه به توئيوي۔ د دې پۀ جواب کښې الله پاک وفرمائيل:

اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ(۳۰)(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه ماته هغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔  

پۀ دې کښې اِشاره ورکړے شوې ده چې اے فرښتو! اِنسان له صرف غصه او خواهش نۀ ورنکړے کيږي بلکې د دې سره سره هغۀ ته عقل هم عطا کولے کيږي او غصه او خواهش اګر که د فساد سبب دے خو چې کله دا د عقل تابِع شي نو د فساد نۀ بلکې د