Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

(يعنې پۀ زکوٰة وغيره) کښې هم د خرچ کولو نه محرومه شي او د نورو خلقو د مال طرف ته هم مائله شي۔ (او داسې هغه د مال پۀ جال کښې وانښلي او د نيکو نه لرې شي او د ګناهونو ډنډې ته کوز شي) کله چې پۀ چا باندې د غصې پۀ جال غورځولو کښې کامياب شم نو څنګه چې ماشوم بال غورځوي او اوچتوي، زۀ د غصې والا کَس د شيطانانو ډلې ته هم داسې غورځووم او اوچتووم۔ غصه ناک کَس که د عِلم او د عمل هر څومره مرتبې ته رسيدلے وي، که هغه پۀ خپلو دعاګانو باندې مړي ولې نۀ راژوندي کوي، زۀ د هغۀ نه نۀ مايوسه کيږم چې کله به خو هغه پۀ غصه کښې بے قابو شي او څۀ داسې جمله به ووائي پۀ کومه باندې چې به د هغۀ اخرت تباه شي۔ پاتې شوه نشه نو زما د دې جال ښکار يعنې پۀ نشه کښې يو اِنسان خو زۀ د چيلۍ پۀ شان د غوږ نه نيسم او چې د کومې ګناه طرف ته يـې غواړم د ځان سره يې بوځم۔ ([1])

غصه د ډيرو ګناهونو جرړه ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې پۀ زمکه کښې د فساد خوريدو بنيادي وجه هُم غصه ده، هُم پۀ غصه کښې خلق وژل کوي، هُم د غصې پۀ وجه قتلونه کيږي، هُم پۀ غصه کښې طلاق ورکړے کيږي، هُم د غصې پۀ وجه بعضې وخت لوئي لوئي جنګونه کيږي، د دې سره سره * حسد * غيبت * چغلي * کينه (يعنې پۀ زړۀ کښې پټه ساتلے شوې دښمني) * تعلق پريښودل * دروغ * د نورو بے عزتي کول * نور کمتر ګڼل * کنځلې * وهل ډبول * پۀ چا پورې خندا کول او * مخ ملازه نۀ کول وغيره ډير ګناهونه دي کوم چې د غصې پۀ وجه پيدا کيږي او دا ټول ګناهونه هغه دي کوم چي پۀ زمکه کښې د فساد خوريدو سبب جوړيږي۔  


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب کظم الغیظ، صفحہ:115 خلاصۃً۔