Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat
الله پاک اَخلاق اِختيار کړئ۔۔۔!! ([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ (پارہ:3، سورۀ آل عمران:79)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې الله والا جوړ شئ۔
پۀ دې آيت مبارک کښې وئيلے شوي دي چې رَبَّانی (يعنې د الله والا) شئ! رَبَّانی به څنګه جوړيږې؟ اِمام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کوم بنده چې د الله پاک د اَسماء الحُسنیٰ فيضان پۀ خپل سيرت او کردار کښې جاري کړي، هغه رَبَّانی کيږي۔ ([2])
مثلاً * د الله پاک ښکلے نوم رحمان دے، مونږ پۀ خپل ځان کښې رحمدلي پيدا کړو * د الله پاک نوم مبارک غَفَّار دے، مونږ د معاف کولو عادت جوړ کړو * د الله پاک ښکلے نوم رَزَّاق دے، مونږ هم پۀ خلقو باندې رِزق تقيسمولو يعنې پۀ نورو د خوراک کولو، د ډيرې صدقې او خيرات کولو عادت جوړ کړو * د الله پاک نوم مبارک سَتَّار دے، مونږ هم د خلقو د عيبونو پټولو والا جوړ شو * د الله پاک نوم مبارک اَلسَّلَام دے، مونږ هم د سلامتيا تقسيمولو والا جوړ شو، غرض چې مونږ د الله پاک مبارک نومونه ولولو، پۀ هغې باندې ځان پوهه کړو او د علمائے کرامو د ښودلے شوو طريقو مطابق د دې نومونو فيضان پۀ خپل سيرت او کردار کښې د جاري ساتلو کوشش اوکړو نو د دې پۀ برکت هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د خِلافت د منصب اَهل جوړيدے شو۔
څلورم او اخري څيز د کوم پۀ اِختيارولو چې مونږ د خِلافت د منصب اَهل جوړيدے شو، هغه دے: فقر۔ شيخ اِبنِ عربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وليُّ الله دے، هغوئي د دې آيت مبارک (د خِلافت آيت پۀ کوم کښې چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خِلافت بيان دے، د دې