Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat
وشو۔ غرض دا چې داسې مونږه خپله غصه او خپل خواهشات د شريعت تابِع کړو نو د دې پۀ برکت به د فتنې او د فساد نه بچ شو او پۀ مونږ کښې به د خِلافت د منصب اَهليت راشي۔
تم نہ بندوں پہ غصّہ بَرادر کرو نَفس و شیطان پہ غصّہ بَرابر کرو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خبره ضرور ياد ساتئ چې د غصې بے ځايه اِظهار او پۀ غصه کښې بے قابو کيدل، هٰغه خطرناکه بيماري ده کومه چې مونږ د اِنسانيت د درجې نه هم لاندې غورځوي، دا د شيطان ډير لوئي ګزار دے او شيطان خو دے هم زمونږ دښمن، هغه خو هم دا غواړي چې مونږ چرې هم د خِلافت د منصب اَهل جوړ نۀ شو۔ زمونږ او د شيطان پۀ خپل مينځ کښې د دښمنۍ اصلي بنياد هم دا دے، الله پاک حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام خليفه جوړ کړو، فرښتو ته يـې حُکم وکړو چې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته سجده اوکړئ ! هم پۀ دې خبره خو شيطان حسد شروع کړے وو، هغه تکبر کړے وو۔ ځکه مونږ شيطان د دې عظيم الشان منصب نه د لرې ساتلو د پاره پۀ ډيرو جالونو کښې راګيروي او د هغۀ پۀ دغه جالونو کښې يو لوئي جال غصه هم ده۔ حضرت وَهب بن مُنَبَّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ بني اسرائيلو کښې يو نيک بزرګ وو، هغوئي پۀ عبادت کښې مصروف وو، شيطان د هغوئي د بے لارې کولو ډير کوشش اوکړو، د هغوئي توجه يـې د عبادت نه د اړولو د پاره ډير څۀ اوکړل خو هغه نيک بزرګ وو، د الله والا وو، پۀ هغوئي باندې د شيطان يو جال هم کار نۀ کولو، اخر چې ستړے شو او شيطان واپس تللو نو هغۀ ووئيل: زما درې جالونه دي: (1): شومتوب (یعنې کنجوسي) (2): غُصّه او (3): نشه۔
د خپلو دريو واړو جالونو پۀ وضاحت کولو هغه ووئيل: کله چې پۀ چا باندې د شومتوب جال وروغورځوم نو هغه د مال پۀ جال کښې وانښلي او راګير شي د هغۀ دا ذِهن جوړووم چې ستا سره مال ډير کم دے (داسې هغه پۀ شومتوب کښې اخته شي او) پۀ واجبو حقونو