Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat
آيت) پۀ تفسير کښې پوره کتاب ليکلے دے، پۀ دې کښې هغوئي هٰغه خبرې بيان کړې دي، د کومو پۀ اِختيارولو چې اِنسان د خِلافت د منصب حقدار جوړيږي، هغوئي فرمائي: د خِلافت د منصب د حقدار جوړيدو د پاره ضروري دي چې اِنسان د فقر لاره اِختيار کړي۔ ([1])
فقر د صوفيائے کرامو يوه اِصطلاح ده، د دې معنیٰ وي: مَا سِوَ الله (يعنې د الله پاک نه عِلاوه د هر څيز) نه بے نيازه کيدل۔
دا ډير اهم صفت دے، دا خبره هميشه ياده ساتئ! چې حِرص او لالچ ډيرې خطرناکې بيماريانې دي، د اِنسان اعلیٰ صلاحيتونه د کومو پۀ وجه چې اِنسان د خِلافت د منصب حقدار دے، لالچ زمونږ پۀ دغه صلاحيتونو باندې پرده اچوي۔ ځکه پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږ پۀ خپل ځان کښې بے نيازي پيدا کړو او صرف او صرف د الله پاک نه طمع او اُميد وساتو۔
منقول دي چې د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نه د هغوئي حواريانو پوښتنه اوکړه: اے رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام! څۀ وجه ده چې تاسو پۀ اوبو باندې داسې ګرځۍ لکه څنګه چي مونږ پۀ زمکه باندې ګرځو خو مونږ داسې نشو ګرځيدے؟ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: ستاسو پۀ نزد د درهمو او دينارو [يعنې د مال او دولت] څۀ اَهميت دے؟ حواريانو عرض اوکړو: زمونږ پۀ نزد د درهمو او دينارو ښۀ قدر او اَهميت دے۔ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: زما پۀ نزد درهم او دينارونه او د خاورو ډيرے برابر دي۔ ([2])