Insan Aur Ahliyat e Khilafat

Book Name:Insan Aur Ahliyat e Khilafat

هم زمونږ زړۀ زمونږ اصلي طاقت دے، زمونږ پۀ ټول وجود کښې هم دا زړۀ اصلي څيز دے کوم چې مونږ د نورو ټولو مخلوقاتو نه مختلف کوي، زمونږ زړۀ پۀ حقيقت کښې د عرشِ اِلٰہی پۀ شان دے چې عرش هم هٰغه ځائے دے چرته چې د رَبِّ کريم جلوې دي، دغه شان زمونږ زړۀ هم د رَبِّ کريم د جلوو ځائے دے۔ پۀ حديثِ شريف کښې دي: اِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ اِلٰی اَجْسَادِكُمْ، وَلَا اِلٰى صُوَرِكُمْ، وَلَكِنْ يَّنْظُرُ اِلٰى قُلُوْبِكُمْ يعنې بے شکه الله پاک ستاسو وجودونو او شکلونو ته نۀ ګوري بلکې الله پاک خو ستاسو زړۀ ته ګوري۔ ([1]) د فارسۍ يو شاعِر وئيلي دې :

دِل بَہ دَسْتْ آوَرْ کہ حَجِّ اَکْبَرْ اَسْتْ                       اَزْ هَزَار کَعْبَہ یَکْ دِل بِہْتَر اَسْتْ

کَعْبَہ بَہ بُنْیَادِ خَلِیْل اَسْتْ                                                             دِل گُزَرْگاہِ رَبِّ جَلِیْل اَسْتْ

مفهوم: زړۀ ټيک کړئ!  دا حجِ اکبر دے۔ د زرګونو کعبو نه زړۀ بهتر دے ولې چې د کعبې بنياد حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ايښودے وو خو زړۀ هٰغه ځائے دے چرته چې رَبِّ جليل تجلي فرمائي۔

او ډاکټر اِقبال هم وئيلي دې :

پَیْدَا بَہ ضَمِیْرَمْ اُوْ، پِنْہَاں بَہ ضَمِیْرَمْ اُوْ

اِیْن    اَسْت    مَقَامِ    اُوْ    دَرْیَاب    مَقَامِ     مَن([2])

مفهوم: يعنې زما پۀ زړۀ کښې د رَبِّ کريم جلوې دي، چې د دواړو جهانو خالق، د دواړو جهانو مالِک، د ټولو جهانونو رَبّ زما پۀ زړۀ کښې دے نو پخپله ولټوه چې زما مقام به څۀ وي؟

غرض دا چې زمونږ زړۀ پاک وي، صفا وي، د الله پاک د محبت نۀ ډک وي نو دا زمونږ


 

 



[1]... مسلم، کتاب البر والصلۃ، باب تحریم ظلم المسلم، صفحہ:995، حدیث:2564۔

[2]... کلیاتِ اقبال فارسی، زبور عجم، صفحہ:423۔