Book Name:Shoq e Madina
هغه اَعرابي د دې آيت لوستو نه پس عرض اوکړو: اے زما آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه د خپلو ګناهونو د معافئ د پاره ستاسو په دربار کښې حاضر شوے يم، تاسو د الله پاک په دربار کښې خپل شَفِيع (يعني شفاعت کوونکے) جوړووم.
دې وئيلو سره هغه عاشقِ رسول اعرابي په ژړا شو او د هغوئي په ژبه دا شعرونه راغلل:
يَا خَيْرَ مَنْ دُفِنَتْ باِلْقَاعِ اَعْظُمُهٗ فَطَابَ مِنْ طِيْبِهِنَّ الْقَاعُ وَالْاَكَمْ
رُوْحِی الْفِدَاءُ لِقَبْرٍ اَنْتَ سَاكِنُهٗ فِيْهِ الْعِفَافُ وَفِيْهِ الْجُوْدُ وَالْكَرَمْ
وضاحت: اے هغه بهترينه ذاته! د چا مبارک وجود چې په دې زمکه کښې دفن کړے شو نو د دې په ښه والي او پاک والي سره ميدانونه او غونډئ معطرې شوې. زما ځان دې قربان وي په دې قبر باندې په کوم کښې چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آرام کوئ، په چا کښې چې د پاک والي، سخاوت او د عفو و کرم ډيره زياته قيمتي خزانه ده.
هغه عاشقِ رسول تر ډيره وخته پورې ژړل او بيا بيا ئې دغه شعرونه وئيل، بيا ئې د خپلو ګناهونو معافي اوغوښتله او د اوښکو ډکو سترګو سره رخصت شو، حضرت محمد بن حَرب هِلالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې زه اوده شوم نو خوب کښې مې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت اوکړو،