Book Name:Shoq e Madina
جن کا نہ بھاؤ کوئی دُنیا میں پوچھتا ہو سینے سے ان کو آقا اپنے لگا رہے ہیں
اُمّت کے حال سے ہیں آگاہ ہر گھڑی آپ خوابوں میں آرہے ہیں، بگڑی بنا رہے ہیں[1]
امامِ اهلِسنت، امامِ عشق و محبت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم کمال اوکړو، هغوئي ليکي:
دُنیا مزار حشر جہاں ہیں غفور ہیں ہر منزل اپنے چاند کی منزلِ غَفْر کی ہے[2]
وضاحت: دا سپوږمئ چې په آسمان کښې راخيژي، د دې سپوږمئ مختلف منزلونه دي، دې کښې د يو منزل نوم غَفر دے. کله چې سپوږمئ په منزلِ غَفر کښې وي، هغه وخت ډيره مبارکه ګنړلے شي،
اعلٰـی حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه طرف ته اشاره کوي او فرمائي: دا سپوږمئ چې آسمان کښې راخيژي، دا خو کله کله په منزلِ غَفر کښې وي خو د ماهِ طيبه، سلطانِ انبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبره بدله ده، دا هغه مبارکه سپوږمئ ده چې هر وخت په منزلِ غَفر کښې وي، د دې هر منزل منزلِ غَفر دے، که دنيا کښې وي، بيا هم غَفور (يعني بخښلو والا) دے، که مزار شريف کښې وي، بيا هم غَفور دے او په آخرت کښې چې هم کله د محشر ميدان ته تشريف راوړي، بيا به هم بخښنه کوي او د الله پاک په عطا سره به شفاعت کوي او خپل غلامان به جنّت ته بوځي.