Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

بے شميره فائدے دي.

د آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك ژوند

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ! د غُربت دا ټول فضائل او بركتونه د هغه غريب مسلمان د پاره دي څوك چه په غريبئ صبر اوكړي. په غريبئ صبر كول عظيم عبادت او لوئي ثواب دے. په غريبئ باندے د صبر كولو ذِهن جوړولو د پاره مونږ له د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك ژوند ته كتل پكار دي، هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څو څو ورځے په مړه خيټه طعام نه خوړلو، په خيټه مباركه به ئے كانړي تړل، پوره پوره مياشت به د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كور مبارك (په نغري) كښے اور نه بليدلو، په يو څو كجورو او اوبو به ئے ګزاره كوله. الغرض خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غريبي خوښه كړي ده.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د صحابه كرامو فَقر

    اے عاشقانِ رسول! تاسو واوريدل! چه زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ځان د پاره فقر و غريبي خوښه كړي وه، هُم دغسے د هغوئي نه بركتونه حاصلوونكو صحابه كرامو هم خپل ژوند په فَقر او غريبئ كښےتير كړے دے، د هغه مُقَدَّسو هستيانو د ژوند څو څو ورځے به په لوږه كښے تيريدلے خو د هغے باوُجود به هم هغه حضرات د الله په رضا باندے راضي اوسيدل، صبر به ئے كولو او په هر حال كښے به ئے د الله پاك شُكر ادا كولو، راځئ چه! د ترغيب د پاره د اَمِيرُ المُؤمِـنِين حضرت عَلِـىُّ