Book Name:Ghurbat Ki Barkaten
(١) خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د هغه كس د پاره زيرے دے څوك چه د اسلام هدايت اومومي او د هغه رزق په قدر د ضرورت وي او هغه په هغے باندے قناعت [يعني صبر] اوكړي. ([1])
(٢) خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: چا ته چه د اسلام هدايت نصيب شو او په قدر د حاجت رزق ورته وركړے شو بيا هغه په هغے باندے قَناعت اوكړو، هغه كامياب شو. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مے دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
د نوكانو كټ كولو سنتونه او آداب
خوږ خوږو اسلامي ورونړو! راځئ چه! د شيخِ طريقت، اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ