Book Name:Ghurbat Ki Barkaten
د غريبانو عِزَّت اوكړو. راځئ چه د الله پاك په بارګاه كښے دُعا اوكړو: يا الله! مونږه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت خير خواه جوړ كړے، او زمونږ په زړه كښے د هغوئي مينه او محبت پيدا كړے او زمونږ زړونه د مسلمانانو د نفرت نه اوساتے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د غريبانو په ډله كښے د شامليدو دُعا
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غريبانو او مسكينانو په ډله كښے د شامليدلو دُعا كړي ده او هم دے ډلے ته به ئے د خپلے ملګرتيا د بركتونو وركولو خواهش لرلو، چنانچه
حضرت ابو سَعيد رَضِیَ الله عَنْه خُدری فرمائي: مسكينانو سره محبت كوئ، ځكه چه ما د رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دُعا كښے دا الفاظ شامل كړي اوريدلي دي: اَللَّہُمَّ اَحْیِنِیْ مِسْکِیْنًاوَاَمِتْنِیْ مِسْکِیْنًاوَاحْشُرْنِیْ فِیْ زُمْرَۃِ الْمَسَاکِیْنَ يعني یا الله! ما ته د مِسكينئ په حالت كښے ژوند او د مِسكينئ په حالت كښے مرګ راكړے او زما حشر د مِسكينانو په ډله كښے اوكړے. ([1])
ہم غریبوں کے آقا پہ بے حد درود ہم فقیروں کی ثَروَت پہ لاکھوں سلام
(حدائقِ بخشش،ص ۲۹۸)
اے زما غريبانو اسلامي ورونړو! خوشحاله شئ چه غريبي د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت تُحفه ده، چنانچه