Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د غريبئ يوه فائده دا هم ده چه غريب په دُنيا او آخِرت كښےكامياب او خوش نصيبه دے، په دُنيا كښے د مال د آفت او غلا نه سلامت اوسي او په آخِرت كښے به د حساب كتاب د سختئ او ازمائشونو نه محفوظه وي. راځئ چه! د اَميرِ اهلسنت حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د رسالے ”غريب په فائده كښے دے“ نه يو څو نكات واور: چنانچه

غريب په فائده كښے دے

     اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د غريبئ د فائدو او په غُربت باندے د صبر او قناعت ذِهن وركولو د پاره فرمائي: فَقْر او غُربَت د سعادت باعِث دي، د آفَت باعِث نه دي. د غريبانو او فقيرانو به په آخِرت كښے مزے وي ځكه چه د مالي عبادتونو لكه زكوٰة، فِطره [يعني سرسايه] او د حج وغيره په باره كښے به ترينه تپوس نه كيږي ځكه چه دا اَحكام د مالدارانو او مالي طاقت لرونكو مُسلمانانو د پاره دي. د محشر په ورځ چه [يو طرف ته] مالداران به د الله په بارګاه كښے د خپل مال مُتَعَلِّق په حِساب كِتاب وركولو كښے مشغول وي، [بل طرف ته] به غريبانان مُسلمانان د الـلّٰـه  عَزَّوَجَلَّ په رحمَت و مَشِيَّت جَنَّت ته داخليږي او دغسے به جَنَّت ته فقيران او غريبان د مالدارانو نه په سوونو كلونو مخكښے داخليږي څنګه چه