Book Name:Ghurbat Ki Barkaten
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان شوي واقعے نه معلومه شوه چه زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غريبانو سره ډيره مينه كوله او هغوئي ته به ئے دا ذِهن وركولو چه هغوئي په خپله غريبئ باندے د ګيلے كولو په ځائے د صبر كولو عادت اختيار كړي. په دے حديثِ پاك كښے چه د غريبانو د پاره كوم درے زيري اورولي شوي دي د هغے په اوريدلو زړه كښے دا احساس پيدا كيږي چه واقعـي په خپله غريبئ باندے صبر كولو والا غريبان او فقيران ډير خوش نصيبه وي.
ياد ساتئ! نه خو د هر قِسم غريبي افضله ده او نه د هر قِسم مالداري افضله ده، هغه غريبي ښه نه ده چه بنده د دِين او شريعت نه لرے كړي، او هغه غريبي چه د هغے په وجه د بنده ذِهن د شريعت پيروئ ته، او په الله پاك باندے تَـوَكُّل كولو او خود دارئ ته مائل شي نو په حقيقت كښے داسے غريبي د الله پاك نِعمَت دے. ٭ داسے غريبي په جنَّت كښے د انبياؤ او شُهداؤ د ملګرتيا سبب ده. ٭ داسے غريبي بنده د الله پاك د رحمت د سوري حقدار جوړوي. ٭ داسے غريبي بنده د الله پاك په محبوبو بندګانو كښے شاملوي. ٭ داسے غريبي د ګناهونو نه بچ كيدلو كښے آساني پيدا كوي. ٭ داسے غريبي د نيكو ګټلو سبب ده. ٭ داسے غريبي په ورځ د قيامت په حساب و كتاب كښے د آسانئ سبب ده. ٭ داسے غريبي د مالدارانو نه ډير مخكښے جنَّت ته د داخليدو ذريعه جوړيدے شي. الغرض داسے غريبي چه په هغے كښے صبر وي د هغے