Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

هيڅ خير نه وي نو بل بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُووئيل چه د خير په كار كښے اسراف بالكل نه وي. او د تنګئ كولو په باره كښے حضرتِ عبدُالله بن عَبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا فرمائي: د دے نه مُراد دا دے چه بنده د الله تعالٰى مقررو كړو حقونو ادا كولو كښے كمي اوكړي. روايت دے: چا چه كوم حق حِصار كړو، هغه اِقتار يعني تنګي اوكړله او چا چه په ناحق كښے خرچ كړلو هغه اِسراف اوكړو. د بعضو مُفَسِّرِينو قول دے چه په دے آيت كښے د كومو حضراتو ذِكر دے، هغه د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غټ غټ صحابۀ كرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُمْ دي، چه هغوئي به خوراك د خوند د پاره نه كولو، نه به ئے د ښائست او زينت د پاره جامه اغوستله، بلكه لوږه ختمول، ستر پټول او د يخنئ او ګرمئ د تكليف نه بچ كيدل، بس هُم دا د هغوئي مقصد وو. ( مدارک التنزیل، الفرقان، تحت الآیۃ: ۶۷، ص۸۱۰، خازن، الفرقان، تحت الآیۃ: ۶۷، ۳/۳۷۹، ملتقطاً۔)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په غريبئ كښے سلامتي ده

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د غريبئ يوه فائده دا ده چه بعضے وخت د انسان د پاره د مالدارئ نه په غريبئ كښے زياته سلامتي وي. په دے زمانه كښے كه مونږه غور اوكړو نو واقعـى مال و دولت داسے څيز دے چه انسان په ډيرو ګناهونو كښے هُم اخته كوي. ٭  نن صبا بعضے خلق د مال و دولت د زياتوالي په وجه په ګناهونو كښے مشغول دي. ٭  نن صبا بعضے خلق د مال و دولت د زياتوالي په وجه د الله د رحمت نه مسلسل لرے وځي. ٭  بعضے خلق د مال و دولت د زياتوالي په وجه