Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

المُرتـضٰى يوه واقعه واورو: چنانچه

د شيرِ خُدا صبر و قناعت

     حضرتِ سَيِّدُنا سُويد بِن غَفله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ فرمائي، چه زه د اَمِيرُالمُؤمِنِين حضرت مولائے كائنات، عَلِـىُّ المُرتَضٰى شيرِخُدا کَـرَّمَ الـلّٰـهُ تَـعَـالٰی وَجۡـھَـهُ الۡـکَـرِیۡم په خِدمَت كښے دارُالامارة كوفے ته حاضِر شوم. د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ مخے ته د وربشو مباركو ډوډئ او د پيئو [يعني شودو] يوه پيالئ پرته وه. ډوډئ دومره اُوچه او كلكه وه چه كله به ئے په لاسونو او كله به ئے په خپل زنګون كيښوده او ماتوله به ئے. ما د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ وِينزے فِضَّه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها ته اووئيل چه په دوئي باندے ستاسو زړه نه خُوګيږي؟ اوګورئ په ډوډئ پورے پك نښتے دے، د دوئي د پاره د وربشو وړه چنړوئ او نرمه ډوډئ ورله پخوئ. چه په آسانئ ماتيږي. فِضَّه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها جواب راكړو: اَمِيرُالمُؤمِنِين رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ زمونږ  نه پخه وعده اخستي ده چه د هغوئي د پاره به كله هم د وربشو د چنړ كړو وړو ډوډئ نه پخوو. په دے كښے اَمِيرُالمُؤمِنِين رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ زما طرف ته مُتَوَجِّه شو او اوئے فرمائيل: اے اِبنِ غَفله! تاسو دے وِينزے ته څه وائے؟ ما چه څه وئيلي وو هغه مے ورته عرض كړل او دا عرض مے ورته اوكړو چه: يا اَمِيرَالمُؤمِنِين! تاسو په خپل ځان باندے رحم اوكړئ او دومره مشقَّت مه تيروئ. نو هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ اوفرمائيل: اے اِبنِ غَفله! زمونږ خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي د كور كسانو كله هم پرله پسے درے ورځے د غنمو ډوډئ په مړه خيټه نه ده خوړلي او نه كله د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره د چنړ كړو وړو ډوډئ پخه كړے شوي ده. يو ځل په مَدِينۀ