Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع دهد غريبئ بركتونه“ په دے كښے به مونږه اورو چه كومه غريبي فائده منده ده؟ او غريب څنګه په فائده كښے دے؟ د غريبئ څه څه فائدے دي؟ د غريبئ په وجه د الله پاك ناشكري كول څنګه دي؟ الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او مكمل توجه سره د اوريدلو توفیق رانصيب كړي. آمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنْ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

     راځئ چه! د ټولو نه مخكښے يوه واقعه واورو: چنانچه

  د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبوب

      منقول دي چه بارګاهِ رِسالت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يو ځل فقيرانو صحابه كِرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان خپل قاصِد (يعني نُمائِنده) اوليږلو، چه هغه په خدمت كښے حاضر شو نو عَرض ئے اوكړو: زه د فقيرانو (يعني غريبانانو) نمائِنده جوړ شوے حاضر شوے يم. مُصطفٰے جانِ رَحمت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ”تا ته هم مَرحَبَا او هغوئي ته هم دَ چا دَ خوا نه چه ته راغلے ئے! ته د داسے خَلقو دَ خوا نه راغلے ئے دَ چا سره چه زه محبَّت كووم.“ قاصِد عرض اوكړو: ”يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! فقيرانو (يعني غريبانانو) دا ګُزارِش كړے دے چه مالدارو خَلقو د جَنَّت درجات يوړل! هغوئي حج كوي او مونږ ته د دے اِستِطاعت (يعني طاقت او قدرت) نشته، هغوئي عُمره كوي او مونږه په دے قادِر نه يو، هغوئي چه بيمار شي نو خپل فالتو مال صَدَقه كړي او دَ آخِرت د پاره ئے جمع كړي.“ خوږ پيغمبر صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ”زما د طرف نه فقِيرانو ته پيغام وركړه چه په هغوئي كښے څوك (په