Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

خپله غريبئ) صبر اوكړي او د ثواب اُمِّيد لري هغه ته به درے داسے خبرے وركړے شي كومے چه مالدارو ته حاصلے نه دي:

(1) په جَنَّت كښے داسے بالاخانے (يعني اوچت مَحَلونه) دي چه د هغو طرف ته به د جَنَّت اوسيدونكي داسے ګوري څنګه چه دَ دُنيا اوسيدونكي دَ آسمان ستورو ته ګوري، هغے ته به صرف فَقر اختياروونكي نَبيَان، فقيران شهيدان او فقيران مومِنان داخليږي (2) فُقَراء به دَ مالدارو نه دَ قيامت دَ نيمے ورځے په مِقدار يعني 500 كاله مخكښے جَنَّت ته داخليږي (3) مالدار كس چه سُبْحٰنَ اللّٰہِ وَالْحَمْدُ لِلّٰہِ وَ لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ وَ اللّٰہُ اَکْبَرُ اُووائي او هم دا كَلِمات فقير هم اووائي نو د فقير همره ثواب مالدار نه شي موندلے، اګر چه هغه (ورسره) لس زره دِرهمه هم صَدَقه كړي. په نورو ټولو نيكو اعمالو كښے هم دا معامله ده.“ قاصِد چه بيرته ورغلو او فقيرانو (يعني غريبانانو) ته ئے دا فرمانِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورولو نو هغوئي اووئيل: مونږه راضي يو مونږه راضي يو. ([1])

میں  بڑا   امیرو  کبیر  ہوں،  شہِ  دو سرا   کا  اسيرہوں

درِ مصطَفٰے  کا  فقیر  ہوں، مرا رِفعَتوں  پہ نصیب ہے

      زه  ډير  اَمير  و  كَبير   يم ، دَ دواړو جهانو  د  سردار  اَسِير[2] يَم

دَ مُصطفٰى  دَ  در فقير  يم، ځكه اوچت  دے  ډير  نصيب زما

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1] قوت القلوب،الفصل الثانی والثلاثون،ذکر وصف الزاھد وفضل الزھد،۱/ ۴۳۶،چڑیا اور اندھا سانپ،ص۵     

[2]  قيدي