Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

     په تفسير صِراطُ الْجِنان كښے دي: ياد ساتئ چه بنده د كوم مال د زياتوالي حرص كوي د هغے حقيقت دا دے چه هغه تر هٰغه وخته پورے د انسان سره وي تر څو ئے چه په بدن كښے رُوح باقي وي او چه څنګه ئے روح د بدن نه جدا شي او هغه [انسان] په قبر كښے دفن كړے شي نو دا مال د هغه ملګرتيا پريږدي او قبر ته هغه سره صرف د هغه عمل ځي، لِهٰذا هر عقلمند انسان له پكار دي چه د مال د زيات والي د حرص كولو په ځائے د نيكو اعمالو كولو كوشش اوكړي چه دا [نيك اعمال] ئے په قبر كښے بهترين  ملګري شي. ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعـى د مال و دولت حرص داسے څيز دے چه انسان د ربِّ كريم نه غافِله كوي. هر وخت د مال و دولت په حرص كښے اخته اوسيدونكو خلقو د پاره، د مال جمع كولو په حِرص كښے د حلال و حرام فرق هيروونكو او صرف په مال و دولت كښے د ژوند آرام لټولو والؤ د پاره ډير ډير عبرت دے. لِهٰذا د مال و دولت د حرص نه ځان ساتئ او د الله كريم په عبادت او فِكرِ آخِرت كښے مشغول اوسئ.

   صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                   صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولسو مدني كارونو كښے يو مدني كار ”جمات درس“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن په دے دور كښے د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي د عشقِ رسول او محبتِ رسول جذبه وركوي. تاسو هم دے  ماحول سره تړون اوكړئ او د ذَيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے خپل كردار ادا


 

 



[1]تفسیرصراط الجنان،پ۳۰،التکاثر،تحت الآیۃ:۲ ،۱۰/۸۱۲ملخصا