Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

زړه كښے ساتلي دُښمني ئے ختمه شوه

د تحصيل بَهلوال (پنجاب، پاكستان) اوسيدونكے يو اسلامي ورور د دعوتِ اسلامي ماحول كښے شامليدو نه مخكښے د بدمذهبيت په تِيَرو كښے ورك وو، د بدمذهبو د صُحبت سپيره والے پرے دومره غالب شوے وو چه د دعوتِ اسلامي د نوم نه به ئے هُم نفرت كولو، د هغه شپے او ورځے په دے بُغض او دُښمنئ كښے تيريدلے يوه ورځ هغه د خپلے محلے جمات ته د ماښام لمَانځه د پاره لاړو، د لمَانځه نه پس په جمات كښے درس (درسِ فيضانِ سُنَّت) كيدلو، د هغه خوش قِسمتي وه چه په درس كښے شريك شو، د دے نه پس هغه د هغه اسلامي ورور سره د جنګ جګړے په انداز خبرے اترے شروع كړے خو هغه اسلامي ورور ورته په ډيره مينه او محبت د دعوتِ اسلامي د ماحول بركتونه بيان كړل او ورسره ئے د سنتو ډكے اجتماع كښے د شركت كولو دعوت هم وركړو، د الله تعالٰى په فضل و كرم هغه [بدمذهبه كس] هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښے شريك شو، د سنتو ډكه اجتماع كښے د مبلغ دعوتِ اسلامي بيان، بيا ذِكرُالله او په آخره كښے ژړوونكي دُعا د هغه د زړه دُنيا بدله كړه. ! هغه د زړه په صِدق توبه اوكړله او د سُنَّتو ډك ژوند تيرولو د پاره د دعوتِ اسلامي پاكيزه ماحول كښے شامل شو.

ہے تجھ سے دعا ربِّ اکبر! مقبول ہو’’فیضانِ سُنّت‘‘                مسجِد مسجِد گھر گھر پڑھ کر،اسلامی بھائی سناتا رہے

(وسائلِ بخشش مُرمَّم،ص۴۷۵)

دا مے  دُعـا  ده  سـتا  نه  يـا اِلٰهى!  مقـبول كـړے  فيضــانِ  سُنَّت

چه وركوي ئے درس اسلامي ورونړه، كور په كور او هر جُمات كښے