Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

سره كښيناستلو باندے ئے طبيعت خرابيږي، غريب سره لاس ميلاوول نه خوښوي، په دے سوچ چه د ده په لاسونو پورے جراثيم نښتي وي، دغسے د بعضو مالدارانو دا عادت وي چه هغوئي په غريبانو پورے ټوقے كوي او په سپكو نومونو ئے يادوي، كله ورته پيغورونه وركوي او كله ئے د خلقو په مخكښے ذليله كوي، او د دے خبرو په وجه د غريبانو زړه ته سخت تكليف رسي. خو هغه بے وسه د خپلے غريبئ او مفلسئ په وجه مالدارانو ته هيڅ نه شي وئيلے. داسے مالداران دِ په هوش كښے راشي او د خپلو داسے كارونو نه دِ توبه اوكړي.  

د غريبانو سره د حُسنِ سلوك بركتونه

   قَسَم په خدائے! هغه مومِنان ډير خوش نصيبه دي كوم چه د غريبانو او محتاجو مدد كوي، او د پريشان حالو خلقو پريشانئ لرے كوي. ځكه چه د الله په مخلوق باندے مهرباني كول د رضائے اِلٰهي حاصلولو ډيره ښه ذريعه ده. څوك چه په غريبانو رحم كوي، رَبِّ كريم به په هغه باندے د رحم و كرم داسے باران را اوروي چه د هغه په ژوند كښے به هر طرف ته سپرلے راشي او دا ازمائيلے شوي خبره ده چه بنده كله د يو غريب مدد اوكړي نو هغه ته داسے خوشحالي حاصليږي چه هغه په الفاظو كښے بيانول مشكل دي، د غريبانو مدد كولو باندے زړه ته سكون حاصليږي، په دے هغه كس پوهيږي چا ته چه دا سعادت نصيب شوے وي. مونږ له هم پكار دي چه د خپلو غريبانو مسلمانانو خويندو ورونړو مدد اوكړو. ٭  غريبانو سره د مينے او مهربانئ سلوك اوكړو،  ٭  د غريبانو پريشانئ لرے كړو، ٭  په غريبانو رحم اوكړو، ٭