Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

بيانوي او په خپله غريبئ ژاړي. الغرض داسے خلق په يو حال كښے هُم نه خوشحاليږي.

    د ګيلے كوونكي اصلاح

     منقول دي چه يو كس يو بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د خپلے تنګدستئ شكايت اوكړو او د غريبئ په وجه پيښيدونكي پريشانئ او غمونه ئے بيان كړل، هغه بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه كس نه تپوس اوكړو: آيا ته د لس زره درهمو په بدله كښے ړنديدل قبلوے؟ هغه عرض اوكړو: نه. بيا ئے ترينه پوښتنه اوكړه: آيا ته د لس زره درهمو په بدله كښے چاړا كيدل قبلوے؟ هغه عرض اوكړو: نه. بيا ترينه هغه بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوښتنه اوكړه: آيا ته د شل زره درهمه په بدله كښے دواړه لاسونه او ښپے كټ كيدل قبلوے؟ هغه عرض اوكړو: نه. بيا ئے ترينه پوښتنه اوكړه: آيا ته د لس زره درهمه په بدله كښے ليوني كيدل قبلوے؟ هغه عرض اوكړو: نه. بيا ورته هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: تا له حيا نه درځي چه د (50000) پَنځُوسو زرو  دِرهَمو سامان لرے او د هغے باوُجود د خپل مالِك و آقا نه شكايت [يعني ګِيله] كوے؟([1]) 

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعـي كه مونږه په خپل ذات باندے غور اوكړو نو په دے حقيقت به پوهه شو چه زمونږ ټول بدن د الله تعالٰى د بے شميره نعِمتونو مركز دے، لږ سوچ اوكړئ كه چرے مونږ ته څوك د دُنيا ډير مال و دولت راكړي او راته اُووائي چه خپلے سترګے راكړئ نو آيا مونږه به تيار شو؟ كه مونږ ته ډير مال راكړے


 

 



[1]احیاء العلوم،كتاب الصبر والشكر، بیان السبب الصارف للخلق عن الشکر،۴/۱۵۲