Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

اخته وے او د سركشئ كارونه به ئے كولے او دا صورت هم كيدے شو چه كله څوك د چا محتاجه نه وے نو د ژوند ضروريات پورا كيدل به ناممكنه وے. مَثَلًا څوك به ګندګي صفا كولو ته تيار نه وے، څوك به [په مزدورئ] سامان اوچتولو ته تيار نه وے، چا به د عمارتونو په جوړولو كښے محنت مزدوري نه كولے، دغسے به د دُنيا په ټول نظام كښے چه كومه خرابي پيدا شوي وے په هغے هر عقلمند ښه پوهيږي. ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعـي د ربِّ كريم په هر هر كار كښے حكمت وي، كه چا له ئے زيات مال و دولت وركړے دے نو دا ئے هم حكمت دے او كه څوك ئے غريب او تنګدسته پيدا كړے دے نو دا ئے هم حكمت دے، خو مونږه د هغه په حكمتونو نه پوهيږو. راځئ چه! د ترغيب د پاره يو حديثِ پاك واورو: چنانچه

د اميرئ، غريبئ لوئي حكمت

    نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے چه: الله پاك ارشاد فرمائي: بےشكه زما بعضے مومِن بندګان داسے دي چه د هغوئي د ايمان خير په مالدارئ كښے دے، كه زه هغوئي فقير كړم نو په دے وجه به د هغوئي اِيمان خراب شي. بےشكه زما بعضے مومِن بندګان داسے دي چه د هغوئي د ايمان خير په غريبئ كښے دے، كه زه هغوئي مالدار جوړ كړم نو په دے وجه به د هغوئي اِيمان خراب شي. زه په خپل علم د خپلو بندګانو د مُعامَلاتو اِنتِظام كووم، بےشكه زه عليم و خبير يم. ([2])  


 

 



[1]تفسیرصراط الجنان،پ۲۵،الشوریٰ،تحت الآیۃ:۲۷، ۹/۶۴                            

[2] حلیۃ الاولیاء، الحسین بن یحیٰ الحسینی، ۸/۳۵۵،رقم: ۱۲۴۸۵ملخصا