Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

پينځه سوه كاله مخكښے جنت ته داخليدل

     د رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمانِ مُبارك دے: یَدْخُلُ الْفُقَرَاءُ الْجَنَّۃَ قَبْلَ الْاَغْنِیَاءِ بِخَمْسِ مِائَۃِ عَامٍ نِصْفِ یَوْمٍ يعني”مُسلمانان فقيران به د مالدارانو نه نيمه ورځ مخكښے جَنَّت ته داخل شي او هغه (نيمه ورځ) به د 500 كالو (هُمره) وي.“ ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان شوي حديثِ مباركه نه دوه خبرے معلومے شوے. وړومبئ خبره دا چه غريبانان مسلمانان څومره خوش نصيبه دي چه هغوئي ته به د جنَّت په شان عظيمُ الشَّانه نِعمَت د مالدارانو نه 500 كاله مخكښے نصيب كيږي.

     دويمه خبره دا چه د چا سره څومره زيات مال وي هغه به هم هغه همره ازمائشونو او سخت حساب كتاب سره مخامخ كيږي، د دے بے وفا دُنيا د مال و دولت خوبونه ليدل پريږدئ، الله تعالٰى چه څه دركړي دي په هغے راضي اوسئ، ځكه چه دے دُنيا نه مخكښے د چا سره وفا كړي ده او نه به آئنده د چا سره وفا اوكړي. ٭ خو افسوس! نن صبا مونږه آخِرت هير كړے دے او خپله دُنيا ډيرولو كښے مشغول يو. ٭ مونږه د حساب كتاب سختئ هيرے كړي دي او د دُنياوي ژوند ښه كولو په فِكر كښے يو. ٭ مونږه د حشر د ميدان سختئ هيرے كړي دي او د كاروبار ښه كولو په فِكر كښے يو. ٭ مونږه د قبر سختئ او تيَرے هيرے كړي دي او د دُنياوي سهولتونو، قيمتي موبائل،


 

 



[1] ترمذی، کتاب الزھد،باب ما جاء ان فقراء المھاجرین الخ، ۴/۱۵۸،حدیث:۲۳۶۱