Book Name:Ghurbat Ki Barkaten
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د غريبئ فضائل، فائدے او د هغے د بركتونو په باره كښے بيان اوريدلو، ياد ساتئ! هغه غريب مسلمان چه مالدار خلق ئے سپك ګنړي، د غريبئ په وجه ورسره تَعَلُّق پريږدي، د غريبئ په وجه ئے څوك ځان ته نه رانِزدے كوي، خو قربان شم د الله تعالٰى د رحمت نه! چه دے خلقو كښے صبر كوونكو سره مَحبَّت كول د جنَّت كُنجي ده، دا خلق الله پاك او حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته محبوب دي، راځئ چه! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه احاديث كوم چه د غريبئ په فضائلو او د غريبانو په شان كښے راغلي دي د هغے د اوريدلو سعادت حاصل كړو، چنانچه
(١) يو ځل نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابه كرامو ته اوفرمائيل: أَیّ ُ النَّاسِ خَیْرٌ يعني په خلقو كښے د ټولو نه بهتر څوك دے؟ هغوئي عرض اوكړو: هغه مالدار كس كوم چه په خپل بدن او مال كښے د الله پاك لازم شوي حقونه ادا كوي (يعني بدني او مالي عبادتونه كوي) ارشاد ئے اوفرمائيلو: نِعْمَ الرَّجُلُ ھٰذَا وَلَیْسَ بِہٖ يعني داسے كس ښه دے خو زما مقصد دا نه دے. صحابه كرامو عليهمُ الرضوان عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو ارشاد اوفرمائے چه د ټولو نه بهتر څوك دے؟ ارشاد