Book Name:Ghurbat Ki Barkaten

شي او راته اُووائي چه په يوه ښپه معذوريدل قبول كړه نو آيا مونږ به دے ته تيار شو؟ كه مونږ ته د يو لاك روپو په بدله كښے د لاس كټ كيدلو اووئيلے شي نو آيا مونږ به دے د پاره تيار شو؟ كه مونږ ته ډير مال راكړے شي او راته اُووائي چه يو غوږ دِ كټ كړه نو آيا مونږ به تيار شو؟ الغرض كه مونږ ته ټوله دُنيا راكړے شي نو بيا به هم مونږه دے كارونو ته تيار نه شو، خو افسوس! د دے ټولو اندامونو د سلامتيا باوُجود مونږه د مال و دولت په كمي ژاړو، لِهٰذا د مال و دولت نه كيدلو يا د غريبئ په وجه خفګان كول نه دي پكار، بلكه مونږ له د ربِّ كريم په نورو نِعمتونو شُكر ادا كول پكار دي او هر وخت د الله پاك په رضا باندے راضي اوسيدل پكار دي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! څنګه چه اسلام مونږه د بُخل (يعني تنګي كولو) نه منع كوي، دغسے مو د اِسراف (يعني حد نه تيريدلو) نه هُم منع كوي او د اِعتِدال (يعني مِيانه روئ) درس راكوي، څنګه چه قرآنِ كريم كښے الله پاك اِرشاد فرمائي:

الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَ لَمْ یَقْتُرُوْا وَ كَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا(۶۷) (پ۱۹، الفرقان: ۶۷)           

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او هغه خلق چه كله خرچ كوي، نه د حد نه اوړي او نه تنګي كوي، او د دے دواړو تر مينځه اِعتِدال كښے اوسي.

اِسراف او تنګئ نه څه مُراد؟

      د دے آيتِ مباركه نه لاندے تفسير صِراطُ الْجِنان كښے دي چه: اِسراف مَعصِيَت [يعني ګناه] كښے خرچ كولو ته وائي. يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُووئيل چه په اسراف كښے