Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

به د صحابه او بُزرګانِ دين رحمهمُ الله تعالٰى د سُنَّتو سره د ډير زيات محبت او په سنتو باندے د عمل كولو واقعاتو باره كښے هُم اورو. لِهٰذا ټول بيان د ښو ښو نيتونو او مكمل توجه سره د اوريدلو نِيَّت اوكړئ. راځئ چه د ټولو نه وړومبے يوه واقعه واورو: چنانچه

د اخلاقِ مصطفٰى جهلكىانے

     اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها فرمائي چه د حُضُور نبئ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه زيات خوش اخلاقه هيڅ څوك هُم نه وو. صحابه كرامو يا كور والؤ كښے به چه هر چا خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته آواز اوكړلو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ورته په جواب كښے لَبَّـيْـك (يعني زه حاضر يم) وئيلو. حضرت جرير رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فرمائي: زه چه د كله نه مسلمان شوے يم هيڅ كله هُم رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زه خپلے خواه ته ورتللو نه نه يم منع كړے او چه كله به ئے هُم زه ليدلم نو مسكے كيدلو به او خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپلو صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره خوش طَبعي هم فرمائيله او ټولو سره به ئے يو ځائے ناسته ولاړه كوله، هر يو سره به ئے خبرے كولے، د صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د ماشومانو سره به ئے هم خوش طَبعي فرمائيله، او هغه ماشومان به ئے په خپله غيږه مباركه كښے كښينول. كه آزاد به وو كه غلام به وو او كه فقير، د هر يو دعوت به ئے قبلولو، د مدينے منورے په لرے لرے ځائىونو كښے اوسيدونكو مريضانو تپوس له به ئے تشريف وړلو او د معذرت كوونكو معذرت به ئے قبلولو.                 (الشفاء بتعریف حقوق المصطفی ،فصل واما حسن عشرتہ، ۱ / ۱۲۱)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به