Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

دولس مدني كارونو كښے يو مدني كار ”مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دروغ، غيبت، چُغـلـي، وعده خلافـئ نه د بچ كيدلو او د نيكو جذبه حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي ښكلي  ماحول كښے شامل شئ او د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے حِصَّه واخلئ.

      ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے يو د روزانه مدني كار ”مدرسةُ المَدينه بالغان“ هم ده. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه د دے مدني كار بيشميره فائدے او بركتونه دي، مثلاً ٭ مدرسةُ المَدينه بالغان “ د قرآنِ پاك لوستلو بهترينه ذريعه ده، ٭ مدرسةُ المَدينه بالغان د لمَانځه، اوداسه او غُسل وغيره ضروري مسائلو زده كولو بهترينه ذريعه ده، ٭ په ”مدرسةُ المَدينه بالغان “ كښے د حاضرئ په بركت ښه صحبت نصيب كيږي، ٭ د ”مدرسةُ المَدينه بالغان “ په بركت د قرآن كريم لوستلو سعادت نصيب كيږي، ٭ د ”مدرسةُ المَدينه بالغان “ په بركت ديني تربيت كيږي. ٭ د مدرسةُ المَدينه بالغان “ په بركت په مدني انعاماتو د عمل كولو جذبه نصيب كيږي.

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه د ”مدرسةُ المَدينه بالغان “ په نوم د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه  نه يوه رساله هم چاپ شوي ده، د دے رسالے د لوستلو په بركت به تاسو ته معلوم شي ٭ د قرآن كريم لوستلو فضيلت، ٭ د قرانِ كريم زده كولو د پاره د صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان لرے لرے سفر