Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په رنړا كښے د دے يو څو هلاكتونه واورو، چنانچه

د دروغو عبرتناك انجام

٭ چه كله بنده دروغ اُووائي، نو د هغے د بدبوئي نه فرښته يو ميل لرے لاړه شي. (ترمذی، کتاب البر والصلہ، باب ماجاء في الصدق والکذب،۳/۳۹۲،حدیث:۱۹۷۹)  ٭ دروغ وئيل د ټولو نه لوئي خيانت دے. (ابوداود،کتاب الادب، باب في المعاریض،۴/۳۸۱،حدیث:۴۹۷۱)  ٭ دروغ د اِيمان مُخالف دي. (مسند احمد، مسند ابي بکر الصدیق،۱/۲۲،حدیث:۱۶)  ٭ د خلقو د خندولو د پاره دروغ وئيوونكي د پاره بربادي ده. (ترمذی، کتاب الزھد،باب ماجاء من تکلم بالکلمۃ…الخ ،۴/۱۴۲،حدیث:۲۳۲۲)    ٭ د خلقو د خندولو د پاره دروغ وئيلو والا د دوزخ دومره جور والي ته لويږي چه [د هغے جور والے] د آسمان او زمكے د مينځه فاصلے نه هم زيات دے. (شعب الایمان،باب في حفظ اللسان،۴/۲۱۳،حدیث:۴۸۳۲)   ٭ دروغو وئيلو سره مخ توريږي. (شعب الایمان،باب في حفظ اللسان،۴/۲۰۸،حدیث:۴۸۱۳)   ٭ د دروغو خبره كول كبيره ګناه ده. (معجم کبیر،۱۸/۱۴۰،حدیث:۲۹۳ ملخصاً)  ٭ دروغ وئيل د منافق د نښو نه يوه نښه ده. (مسلم،کتاب الایمان،باب خصال المنافق،ص۵۳،حدیث:۲۱۰)   ٭ دروغ وئيونكي به د قيامت په ورځ د الله كريم په نِزد د ټولو نه زيات ناخوښه خلقو كښے شامل وي. (کنز العمال،کتاب المواعظ…الخ باب الثانی فی الترہیبات،جز۲،۲/۳۹،حدیث:۴۴۰۳۷)

میں جُھوٹ نہ بولوں کبھی گالی نہ نِکالوں!                     اللہ مَرَض سے تُو گُناہوں کے شِفا دے!

(وسائلِ بخشش مرمَّم، ص۱۱۵)

د دروغو او كنزلو مے اوساتے             ګناهونو نه شفا راكړے مولٰى