Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

خپلو خادمانو او غلامانو دعوت قبلول پكار دي اګر چه هغوئي په درجه كښے كم وي. ٭ دويمه دا چه طعام خوړلو ته خادم ځان سره يو لوښي ته كښينول ډير ښه دي. ٭ دريمه دا چه كدُّو خوښول سُنَّت دي. ٭ څلورمه دا چه سُنَّتو سره مَحبَّت كول د صحابه كرامو طريقه ده. ٭ آخري فائده دا بيانوي چه خادم د خپل مخدوم مخے ته ايښودلو د پاره د لوښي نه پوټـي يا كدو وغيره راټولولے شي.     (مراٰۃ المناجیح،۶/۱۸-۱۹ ملخصاً)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دے واقعے نه معلومه شوه چه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د زړه ساتلو د پاره د هغوئي دعوت قبلولو، دعوت وركوونكے به كه مالدار وو او كه غريب، كه كاروباري به ويو او كه مزدور به وو خو هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ئے دعوت قبلولو او هلته به ئے تشريف وړلو بلكه كه كوربه به څه د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخے ته پيش كړلو هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به به هىڅ د ناخوښئ اِظهار نه كولو او هغه به ئے خوړلو، د دے واقعے نه دا هم معلومه شوه چه كدو شريف د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوښ وو او خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په ډير شوق سره كدو شريف خوړلو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُسكي كيدل

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په خبرو كولو كښے ضرورتاً مُسكي كيدل هُم زمونږه د خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښكلے سُنَّت او ډير ښكلے انداز دے.