Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

وړاندے كړل. حضرتِ سيِّدُنا هُدبه بِن خالِد رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه  اوفرمائيل: اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـہِ عَزَّوَجَلَّ! په حديث مبارك باندے د عمل كولو بَرَكت سمدستي ښكاره شو.            (ثَمَراتُ الْاَوْرَاق ج١ ص٨)

د محبوب د عمل سره مينه

     د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه كتاب صحابہ كرام كا عِشقِ رسولصفحه 27 كښے دي چه: حضرت انس رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه بيان فرمائي چه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په صحابه كرامو كښے يو صحابي درزي وو، هغوئي نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته په خپل كور كښے د طعام خوړلو دعوت وركړو، نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د اخلاص نه ډك دعوت قبول كړو، هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مقرره ورځ د هغه صحابي كور ته تشريف يوړلو، زه هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په هغه دعوت كښے موجود ووم، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د ميلمستيا د پاره د وربشو ډوډئ او اينګولے [تركاري] پيش كړے شو چه په هغے كښے كدُّو او اوچه كړي مالګينه غوښه وه، د طعام په دوران كښے ما اوليدل چه حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لوښي په غاړو كښے د كدُّو ټكړے لټوي، حضرت انس رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فرمائي چه د كله نه ما اوليدل چه حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كدُّو دومره خوښوي، نو د هغه ورځے نه ما هُم د خپل ځان د پاره كدُّو خوښول شروع كړل.     (بخاری،کتاب الاطعمۃ، باب المرق ، ۳/۵۳۷، حدیث۵۴۳۶)

     حكيمُ الامَّت حضرت مُفتـى احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د دے حديثِ پاك په شرح كښے فرمائي: د دے حديث نه يو څو مسئلے معلومي شوے: ٭ يوه دا چه د