Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

ته اُونه رسي يا هغه په خبره هډو پوهه نه شي. هُم دغسے خبرو كولو كښے دومر اوچت آواز هم نه دے پكار چه دريم كس ته ستاسو د خبرو كولو نه تكليف اورسي يا پريشانه شي، چه كله هم خبرے كوئ په آواز كښے د اعتدال خاص خيال ساتئ چه مخامخ كس هم پوهه شي او بل دريم كس ته څه تكليف هم اُونه رسي. ٭دريمه نكته دا حاصله شوه چه كله يو كس په خبره پوهول ضروري وي نو هغه خبره د يو ځل نه زيات ځله بيانولو كښے هُم څه باك نشته او په دے مقصد يوه جمله ډير ځله وئيل په فضولو خبرو كښے نه شميرلے كيږي بلكه څوك په ښه طريقه په خبره پوهه كولو د پاره او د هغه په ذِهن كښے اچولو د پاره خپله خبره د يو ځل نه زيات ځله وئيل زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   ښكلے انداز دے. ٭ څلورمه  نكته دا حاصله شوه چه بے ضرورته خبرو كولو نه ښه دا ده چه بنده خاموشه پاتے شي ځكه چه په فضولو خبرو كولو كښے هيڅ خير نشته او فضول خبره اكثر د پښيمانتيا سبب جوړيږي، زمونږه خوږ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اكثر خاموشه اوسيدلو خو د دے مطلب دا نه دے چه بنده دِ په ژبه ذِكْرُ الله هُم نه كوي او د نيكئ دعوت وركولو او د بدئ نه منع كولو په شان ښه كار نه هم ځان محرومه كړي.

د خاموشئ نه څه مراد دے؟

     حكيمُ الاُمَّت، حضرت مفتـي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي: د خاموشئ نه مراد د دُنياوي خبرو نه خاموشي ده ګني حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپله ژبه مباركه اكثر د الله پاك ذِكر كولو.     (مراٰۃ المناجیح ،۸/۸۱)