Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

كول، ٭ د صحيح قرآنِ كريم لوستلو شرعي حكم، ٭ د مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان 7 مقاصد، ٭ د مَدرَسةُ الْمَدينه بالغان طالِبِ علم مُفتـى څنګه جوړ شو؟

     راځئ چه په مدرسةُ المَدينه بالغان  كښے د لوستلو په بركت مشتمل يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

د مدرسةُ المَدينه بالغان بركت

     د كراچئ اوسيدونكي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چه هغه مدني ماحول كښے شامليدلو نه مخكښے په مختلفو ګناهونو كښے اخته وو، يو ځل په رَمَضَانُ الْمُبَارَك كښے د هغه د يو اسلامي ورور سره ملاقات اوشو چه هغه ورته په مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان كښے د قرآن كريم لوستلو ترغيب وركړو. هغه د هغه اسلامي ورور د مينے ډك انداز نه دير متاثره شو او په مَدرَسةُ الْمَدينه بالغان كښے د لوستلو د پاره تيار شو او پابندئ سره ئے په مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان كښے شركت شروع كړو. د مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان په بركت ئے صحيح مخارجو سره قرآن كريم لوستل هُم زده كړو او په هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښے ئے شِركت كول هُم خپل معمول جوړ كړو. د ګناهونو نه ئے توبه اوكړه او په قلاره قلاره په مدني ماحول كښے رنګ شو او يو څو كاله پس ئے د مُدَرِّس كورس كولو سعادت حاصل كړو او نورو ته مَدرَسةُ الْمَدينه بالِغان لوستلو والا جوړ شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد