Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

فرامين او سُنَّت پريښودل نه برداشت كول. څنګه چه 

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا دے رښتينے محبت او كامل اِطاعت او فرمانبرداري چه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكم به ئے به ئے په سر سترګو قبلولو، لكه چه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د  ژبے مباركے نه وتلي الفاظ د هغوئي د پاره هر څه وو، د دے نه علاوه ئے هم د آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو او فرامينو باندے د عمل كولو جذبه  لرونكو عاشِقانِ رَسُول ډير واقعات دي. چنانچه

په سُنَّتو د عمل كولو بركت

     اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ    خپل مايه ناز كتاب فيضانِ سنت جلد اوّل صفحه 263 كښے يوه واقعه نقل كوي چه: زبردست مُحَدِّث حضرتِ سيِّدُنا هُدبه بِن خالِد رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه  ته د بغداد خليفه مامون رشيد د طعام دعوت وركړو، د خوراك وغيره كومے دانے چه غورزيدلے وے هغه د طعام په آخِره كښے سيِّدُنا هُدبه بِن خالِد رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه  راټولولے كړے او اُوئے خوړلے. مامون رشيد حيران شو او ورته ئے اووئيل، اے شيخ! آيا تاسو نه ئے موړ شوے؟ هغوئي اوفرمائيل: ولے نه! اصل كښے خبره دا ده چه ما ته حضرتِ سيِّدُنا حَمَّاد بِن سَلَمه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ يو حديث بيان كړے دے: ”چه څوك د دستر خوان نه لاندے غورزيدلی د طعام تُكړے راټولوي او خوري ئے، هغه به د تنګدستئ نه بے يَرے شي.“ زه په هم دے حديث مُبارك عمل كووم. دا ئے چه واوريدل نو مامُون ډير زيات مُتاثِره شو او خپل يو خادم ته ئے اِشاره اوكړه، هغه زر دِيناره په رومال كښے تړلي راوړل. مامون هغه د حضرتِ سيِّدُنا هُدبه بِن خالِد رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه  په خِدمت كښے د نذرانے [يعني تُحفے] په طور