Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                     جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د ناستے يو څو سنتونه او آداب

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د ناستے يو څو سنتونه او آداب واورو:  

٭ سُرِين په زمكه لګوئ او دواړه زنګونان اودروئ او دواړه لاسونه ترينه چاپيره كوئ او په يو لاس بل لاس نيسئ، داسے كښيناستل سُنَّت دي.

(خو په دے دوران كښے په زنګونانو د پاسه څادر وغيره خورول مناسب دي) (مِراٰةُ المناجيح ج٦. ص٣٧٨ )

٭ پرلت وهل هم د نبي كريم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت دي.

٭ كوم ځائے كښے چه څه لـمر او څه سورے وي هلته مه كښينئ. د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ  نه رِوايت دے چه د الله تعالٰى محبوب صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ”چه كله په تاسو كښے څوك په سَوري كښے وي او د هغه نه سَورے رُخصت شي او هغه په څه لـمر او څه سوري كښے پاتے شي نو هغه ته پكار دي چه د هغه ځائے نه پاڅي.“ (سُنَنُ اَبـى داوٗد، كتاب الادب باب فِـى الجلوس بين الظل والشمس، الحديث:٤٨٢١، ج٤، ص٢٤٤)

٭ مخ په قبله كښينئ. (رَسائل عطَّارِيَّه، حصَّه٢، ص٢٢٩)

٭ د بزرګانو په نشست [يعني د ناستے په ځائے] كښيناستل د ادب خلاف دي.