Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

دروغ وئيل د مومِن شان نه دے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چه رښتيا وئيل د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښے د ټولو نه خوښ عمل دے او دروغ وئيل ډير ناخوښه عمل دے. خو شايد چه نن صبا زمونږه معاشره د دروغو وئيلو نه بغير يو كار كولو ته هُم تياره نه ده، لكه مونږه چه خپل دا سوچ جوړ كړے وي چه ”د دروغو نه بغير ګني يو كار هُم نه چليږي، يا [كه دروغ اُو نه وائيو نو] د ژوند ټول نظام به برباد شي“ هم دا وجه ده چه بعضے خلق ډير په فخر سره وائي چه ”يار د دروغو نه بغير ګزاره نه كيږي. ”د دروغو نه بغير كار نه چليږي. [اَستَغفرا الله]. حالانكه حقيقت دا دے چه د الله پاك او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نافرمانئ كولو كارونه نه سميږى بلكه ورانيږي، د الله و رَسُول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نافرمانئ د ژوند نظام چليږي نه بلكه برباديږي. لِهٰذا حقيقي مُؤمِنان جوړ شئ او هميشه رښتيا وائے، كه هر څنګه مصيبت راشي، كه هر څنګه مشكلاتو كښے ګير شئ خو دروغ مه وائے، ځكه چه دروغ وئيل د يو مومن نارينه او زنانه شان نه دے. هم دا وجه ده چه زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: د مُومِن په فطرت كښے د خِيانت او دروغو نه  علاوه هر خصلت (يعني عادت) كىدے شي. (مسند احمد،مسند بزار،۸/۲۷۶، حدیث:۲۲۲۳۲)    او د ټولو نه غټ خيانت دا دے چه ته خپل [مسلمان] ورور ته داسے خبره اوكړے چه هغه تا رښتينے كنړي او ته هغه ته دروغ وائے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد