Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

  رسولُ اللہ  پیروي بھتره ده.

      مشهور مفسرِ قرآن، مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د دے آيت مباركه نه لاندے فرمائي: معلومه شوه چه كامياب ژوند هغه دے كوم چه د خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په نقشِ قدم وي، كه زمونږ ژوند، مرګ، اوده كيدل، بيداريدل [يعني هر كار] د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په نقش قدم شي نو دا ټول كارونه به عبادت جوړ شي.

(نور العرفان، پ۲۱، الاحزاب، تحت الآیۃ:۲۱)

جو اپنے دل کے گُلدستے میں سُنت کو سجاتے ہیں                    وہ بے شک رَحمتیں دونوں جہاں کی حق سے پاتے ہیں

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په سنتو باندے د عمل كولو بركتونه

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقت دے چه څوك په كښيناستلو، پاڅيدلو، ګرځيدلو، اوده كيدلو بيداريدلو، خوراك څښاك او خبرو كولو كښے د خوږ خوږ آقا مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په سُنَّتو باندے عمل كوي نو په هغوئي د ربِّ كريم ډير ډير رحمتونه راوريږي. ځكه چه ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته د ربِّ كريم رضا نصيب كيږي، ٭ په سُنَّتو باندے عمل كوونكي د الله پاك په خوښو بندګانو كښے شميرلے كيږي. ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته خوفِ خدا نصيب كيږي، ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته فكرِ آخرت نصيب كيږي،  ٭ په سُنَّتو باندے عمل كولو والؤ ته حقيقي محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نصيب كيږي، ٭ په