Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

د خپل كور والؤ، خپلو احبابو، خپلو اصحابو، خپلوانو، ګاونډيانو تر دے چه د هر چا سره به ئے د دومره خوش اخلاقئ سُلوك كولو چه په هغوئي كښے به هر يو د هغوئي د اخلاقِ حَسَنه عاشق او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت كولو والا جوړ شو او چه كله به چا خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته آواز كولو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په جواب كښے لَـبَّـيْك (زه حاضر يم) وئيلو، خو افسوس! نن صبا كه مونږه په خپل حالت باندے غور اوكړو نو زمونږ د كور كسان، دوستان، ا او خپلوان، الغرض مونږ سره تعلق لرونكي زمونږه د بد اخلاقئ او كردار په وجه پريشانه دي، ځكه چه مونږه هغوئي سره په بد اخلاقئ خبرے كوو او كله د نورو خلقو سره جګړے كوو او بد رد او كنزلے كوو، كله د چا غيبت، چُغلي كوو، كله د خلقو زړونه ازاروو، كله په كور كښے د مور و پلار او خويندو ورونړو سره جګړے كوو، كله د دوستانو سره بدسلوكي كوو، كله په خپلو ماشومانو بے ځايه سختي كوو، كله د كوروالؤ سره جګړه كوو او كله ګاونډيان خفه كوو، كله د خپلے سخرګنئ والؤ سره او كله د نورو خپلوانو سره تعلق پريږدو، الغرض بدقسمتئ سره مونږه نه خو په ظاهره د سُنَّتِ مصطفٰى پابند يو او نه په كرادر كښے اخلاقِ مصطفٰى باندے عمل كوو، مونږ له پكار دي چه خپل ژوند د حُضُور نبـي اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت مطابق تير كړو څنګه چه

     زمونږ ربِّ كريم مونږ ته د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تابعدارئ كولو حكم ارشاد فرمائيلے دے:

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ (پ۲۱،الاحزاب:۲۱)     

مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: بےشکه ستاسو د پاره د